ایکنا نیوز د الکفیل له قوله راپور راکړ، په پاکستان کې د عباسی مقدس آستان د نمایندګانو د پلاوي په شتون سره د حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها د نیکمرغه زوکړې د کلیزې سره په یووخت د پنځه سوه انجونو زده کونکو د بلوغت عمر ته د رسیدا جشن ولمانځل شو.
په دغو دستورو کې چې د حضرت فاطمة الزهراه سلام الله علیها د نیکمرغه زوکړې د کلیزې د درنښت د میرمنو په لومړنۍ ځانګړي جشنوارې چوکاټ کې ترسره شوې ،د اسلام اباد د الکوثر پوهنتون په ملګرتیا سره د عباسی مقدس آستان دکلتوري چارو د ا دارې ترنظر لاندې ترسره شوې.
په دغه جشن کې د انجونو د جمې لمونځ ، د عباسۍ مقدس آ ستان ددیني چارو د دبرخې د مشر شیخ صلاح الکربلائي او دنورو غړو ویناوې،د شیخ محسن نجفي ، شیخ انور النجفی ویناوې او مذهبی سرود شامل وو.
شیخ صلاح الکربلائي پخپلې وینا کې ووئيل، د عباسی مقدس آستان دد قانوني متولي حجةالاسلام احمد الصافی فرمانونو ته په پام سره داسې مهمې دستورې تربیب شوي چې په پاکستان کې دلومړي ځل لپاره د حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها د نیکمرغه زوکړې دکلیزې په مناسبت د هغو انجونو د ستاینې اوقدرونې لپاره چې دبلوغت عمر ته رسیدلي دي ترسره شي.
هغه په دوام کې ووئيل، دغه جشن د خلکو په یوې په زړه پورې معنوي فضا کې په پراخ او پرتمین شتون سره په اسلام اباد او شاوخوا ښارونو کې د مومنو انجونو د حجاب او سکارف شاهدان وو او ددغو دستورو د ترسره کیدا موخه ، په انجونو کې د اسلامی کلتور پیاوتیا او خپلو دینی تعلیماتو ته د دوي پابندۍ ته هڅول او د اسلامی ټولنې په جوړولو کې دمسلمانو میرمنو د مهم رول درنښت دی .
د الکربلائي په وینا، عباسی مقدس آستان د خپلو لیدتوګو په اساس د بلوغت عمر او حجاب پشمول په ټولنې کې د سمو افکارو د پراختیا لپاره د ډيرو مذهبی ،کلتوري او فکري فعالیتونو ملاتړی دی .
دغه دستورې له هغو کسانو څخه د عباسی مقدس آستان د قدرونې اوستاینې سره چې ددغې جشنوارې دبریالیتو ب لپاره ئې هڅه کړې ده ، او دغه راز د جشنوارې د ترسره کونکو له خوا د عباسی مقدس آستان د پلاوي په قدرونې اودرنښت سره پاي ته ورسیدې.